چې طالبان مو دښمنان نه دي، نو ولې یي وژني؟
سلام خان سلام خان

 

 

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس مرستیال جو بایډن په خپلی اخرنی مرکه کی دنیوز ویک مجلې د یوې پوښتنې په ځواب کي ویلي دی،چی ګورۍ طالبان زموږ دښمنان نه دي. دا ډیره مهمه او جدې مساله ده،تاسې به د جمهور رییس اوباما په هیڅ بیان او خبرو کې پیدا نه کړﺉ چې ویلي یې وي، چې طالبان زموږ دښمنان دي او دا ځکه چې دا خبره د امریکا ملي ګټو ته ګواښونه مخامخ کوي، نوموړی همدا راز ویلی دی که ستاسي مقصد دا وي چې پاکستان دې د داسې یوه افغانستان په څنګ کې ژوند وکړي، چې طالبان په کی واکمن وي، خو دا موږ نه منو او  دا ځکه چې دوی القاعده شبکې ته چې متحده ایالاتو ته یو ریښتنی ګواښ دی، پناه ورکړې وه، مرسته یې ورسره کړې وه او ملاتړ یې ترې کاوه،موږ طالبانو ته ویلي، که چیرې تاسو له القاعده څخه لاس واخلﺉ موږ له تاسو سره ژوند کولای شو. خو طالبانو تر اوسه دا کار نه دی کړی،د نیوزویک مجلې خبریال له جو بایډن څخه پوښتنه کړې چې آیا امریکا  له طالبانو سره کومه معامله کولای شي؟جو بایډن په ځواب کي ویلي، نه. تراوسه یې له طالبانو سره معامله نه ده کړې. دا معامله په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د عملیې یوه برخه ده،موږ یوازې په افغانستان کې د حکومت تش ملاتړ نه کوو، چې پوځي توان یې زیات کړو، موږ په افغانستان کې د پخلاینې په عملیې کې هم دخیل یو،دا چې دا عملیه به کار ورکړې او کنه؟ دا جلا خبره ده. زمونږ دریځ دا دی، چې وګورو، افغانستان هغه حالت ته رسیدلی، چې نور په کې هغه خلک چې امریکا او متحدانو ته به یې زیان رساوه، امن ځایونه نه لري. دا بیخی کافي ده، خو موږ تر اوسه دغه حالت ته نه یو رسیدلي.

د امریکا د جمهور رییس مرستیال جوبایډن دا څرګندونی به د افغانستان په جګړې  کوم مثبت تاثیر ونه کړي، ولی  داسې ښکاري، چې امکان لری امريکا به مخکې له طالب وسله والو سره مذاکرات کړي وي مګرم اساسي پوښتنه دا ده، چې د افغانستان دولت د هر ډول مذاکرې اصلي بنسټ ګڼل کیږي او اصلي لوری به په مذاکراتو کی دهرمخالف لوری سره خپله د افغانستان دولت وي که چیری هغه دهیواد ځخه دباندی په قطر اویاهم په بل کوم دریمګړی هیواد کی وی،امريكا او طالبان هيڅكله هم په افغان لانجه كې دوه اصلي لوري نه دي چې تنها د دوى ترمنځ د تفاهم په نتجه کی دید افغانستان دکشالی د حل لاره پیدا شې، په ټوله كې لانجه د افغاني لوريو ترمنځ ده چې له هغو نه د سيمې او لويو هيوادونو استخباراتي او سياسي كړۍ ګټه اوچتوي،امریکا دافغانستان دمشکل په حال کی مرسته کولای شی خوددی مشکل اصلی لوری هیځکله هم نه شی کیدای،که څه هم چې تراوسه پوري طالبانو په رسمي ډول په قطر دخپل دفتر د پرانیستلو په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی ،خو له قرائنو او علائمو داسې ښکاري چې د طالبانو د استازيو اود قطر چارواکو ترمنځ په دې اړه څه جوړجاړی شوی وي،افغان حکومت هم ویلی دی  چې په قطر کې  د طالبانو لپاره د دفتر له جوړېدو سره مخالفت نه لري. په دی هکله د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي،  رسنيو  ته وويلی دی چې افغان حکومت،  طالبانو ته د ادرس پيدا کېدو په موخه له هر هغه اقدام سره مخالفت نه لري، چې له مخې يې د سولې خبرې پر مخ ولاړې شي هغه داهم ویلی دی چی افغان حکومت،په سعودي او ترکيه کې د طالبانو دفتر جوړېدو ته ترجيح ورکړې ده؛ خو ورسره يې دا خبره هم کړې، چې په هر هېواد کې چې دفتر پرانېستل کېږي او موخه يې په افغانستان کې د سولې راوستل وي، دوى ورسره موافق دي ،که د وسله والو مخالفينو غوښتنه دا وي، چې دغه دفتر دې هرومرو په قطر کې جوړ شي او موخه يې په افغانستان کې د سولې ټينګښت وي، نو دولت ورسره مخالفت نه لري،هدف سوله ده، د سولې تامين دى، له مسلحو مخالفينو سره مذاکرات دي، که دا ترسره کېږي او په افغانستان کې سوله راځي، د دغه ضرورت په اساس باندې، موږ اماده يو په هر اسلامي هېواد کې، چې مسلحو مخالفينو ته دفتر جوړېږي، موږ موافقه ورسره لرو، چې هر هېواد په کې راتلاى شي.دا هغه مطالب وو چی دافغانستان داسلامی دولت دنظر څرګندونه کوی خو که بهرنیانو دافغانستان دسولی په پروسه کی مداخله وکړی نودا پروسه به هم دتیرو نورو په ځیر دسولی دپروسی په ګټه نه وی او پرته له کومی نتجی به په نا کامی ختمیږې بیا هم په دغه پروسه کی دامریکی دمتحده ایا لاتو او دجرمنی دهیواد په دی تینګار چی دطالبانو لپاره دی  هرو مرو دفتر په قطر کی خلاص شي له اندیښنو خالی نه دې

ښاغلي جو بایډن له نیوز ویک مجلې سره په مرکې کې دغه راز ویلي،  فرض کړﺉ، که چیرې طالبان موجوده افغان حکومت چې له موږ سره د بدو کسانو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، ړنګ کړې، نو په هغه صورت کې به دا زموږ لپاره یوه ستونزه وي. په دې توګه دوې لارې مو په مخ کې دي،یوه دا چې، په القاعده و باندې فشارونو ته دوام ورکړو، تر څو له منځه لاړ شي. دوهمه لار دا ده، چې افغان حکومت داسې یوه حالت ته ورسوو، چې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو طالبان یې د ړنګولو توان ونه لري،په عین حال کې باید طالبان داسې یوه لوري ته هدایت یا برابر شي، چې له القاعده او یا بلې هرې، هغې ډلې یا سازمان څخه چې امریکا او متحدانو ته یې زیان رسوي،  جلا شي او د پخلاینې عملیې کې شامل شي

د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر رييس (جې کارني) هم د جو بايډڼ د خبرو ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې مرستيال ولسمشر له خپلو خبرو پښېمان نه دی. دی وايي، چې: موږ پر افغانستان د دې لپاره بريد نه دی کړی، چې هلته طالبان په واک کې و، بلکې موږ ځکه بريد وکړ چې القاعده له افغانستان څخه پر امريکې بريد وکړ،كه چیری امريكا په رښتيا د خپل مرستيال ولسمشر پر دې خبره ودريږي دا چې تر اوسه پورې پا افغانستان کی څومره نارواوی اوظلمونه  شوي دي دابه دلته نه څیړو، تر دې وروسته په افغانستان كې د امريكا او ناټو لپاره د يوه ډز جواز هم نشته او نه باید دشپی له طرفه وخودسرو حملو ته دوام ورکړی ،د افغان ولس  پر كليو او كورونو چاپې او بريدونه بايد پاى ته ورسيږي، ځكه چې دجوبایډن له قوله طالب  امريكا دښمن نه دى او القاعده په افغانستان كې نشته ،د القاعده بنسټګر او مشر اسامه بن لادن په ايبټ آباد كې ووژل شو، د هغو تر ۹۰ سلنه زيات مشران په پاكستان كې وژل شوي او يا نيول شوي دي، په دی هکله پخپله د لويديزو او سيمه ييزو رسنيو راپورونه دي چې د سيف العادل او يو شمير نورو مشرانو په شمول د القاعده يو شمير نور مهم كسان په ايران كې اوسيدل چې ښايي ځينې يې تر اوسه هلته ديره وي، بيا په افغانستان كې د امريكا او ناټو د پوځونو په مختلفو نومونو عملیات دځه بخاطر دي او د څه لپاره دافغانان په یوه نامه اوبل نامه وژل کیږې ؟  امريكايي چارواكي چې اوس پر دې اعتراف كوي چې طالبان يې دښمنان نه دي نو ددوى قانوني، اخلاقي او انساني مسؤوليت همدغه دى چې دافغانانو په كلي او كور كې د خپلو هغو پوځيانو جلو راونيسي چې له وژلو او وحشت پرته نور  هیځ نه پیژنی که دغه وحشتونه او بريدونه دوام كوي معنا يې دا ده چې امريكا افغان ولس ته ددښمن په سترګه ګوري اوبس

د جوبايډن خبرې د طالبانو پر وړاندې د امريکا په نظر کې يو ډراماتيک بدلون ښيي.چی خپله په مرکه کې ويلي، چې د سپټمبر د١١مې له پېښې مخکې د کابل واکمنان د دوى دښمنان نه دي. د جوبايډن خبرې د سپينې ماڼۍ وياند پسې تکرار کړې او د تېر پر خلاف يې دا ځل وويل چې د طالبانو له منځه وړل د دوى موخه نه ده. دا رښتيا هم د طالبانو پر وړاندې امريکا په دريځ کې يو ډراماتيک بدلون دى.په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په جګړه لسګونه زره ملکي وکړي، لسګونه زره طالبان او لسګونه زره افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي، خو هغه چې امريکا يې خپل اصلي دښمن ګڼي، په افغانستان کې خورا کمه مرګ ژوبله لري. امريکا القاعده د خپل لوى دښمن په توګه پېژني، خو د لسګونو زروکو افغانانو د وژل کېدو په څنګ کې د افغانستان په جګړه کې د القاعده د ګوتو په شمېر مشکوک غړي په افغانستان کې وژل شوي. دا جګړه له القاعده سره نه وه، ځکه القاعده په افغانستان کې نه وه، بلکې دا جګړه له افغان ولس او په ځانګړي ډول له طالبانو سره وه، خو اوس چې امريکا طالبان خپل دښمنان نه ګڼي، نو د تېرو لسو کلونو د ټولو مالي او ځاني زيانونه پړه پر امريکا ده او تېرې لس کلنې جګړې هم هيڅ مشروعيت نه درلود،پر ځاى خو دا وه، چې امريکا لس کاله وړاندې دا خبره کړې واى، اوس چې د طالبانو پر وړاندې د امريکا په دريځ کې بدلون راځي، دا هم د افغانستان په ګټه ده، خو ويره دا ده چې دغه ډراماتيک بدلون به ددې لپاره نه وي چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. ويره دا ده چې دا به د يوې بلې معاملې لپاره لاره پرانيزي

دبايډن دځرګندونو په باب د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼې په غټ سرلیک کې: د بایډن طالب ملګري: چې دښمنان مو نه دي، نو ولې یي وژنو - تر سرلیک لاندي یوه مقاله لیکلې او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جوبایډن دا خبره یي راخیستی چې وایي، “طالبان زمونږ دښمنان نه دي ،ورځپاڼه لیکلی دی: د جو بایډن د دې خبرې د وضاحت او دفاع په مقصد د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنې ویلي، دا یو ساده حقیقت دی چې موږ افغانستان ته په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو له وجي تللي یو هلته ددی لپاره دیره یو چی القاعده شبکه ماته کړو او افغانستان باثباته کړو،داسې ثبات په کې راولو، چې القاعده او نور تروریستان ورڅخه په امریکا باندې د حملو تنظیمولو توان ونه لري،واشنګټن ټایمز لیکلی دی: چی په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان باندې د پوځي قوي د استعمال لپاره دښمن داسې تعریف شوی و((هر هغه هېوادونه، سازمانونه یا اشخاص چې له تروریستانو سره په حملو کې مرستې کوي او یا دې ډول سازمانونو ته پناه ورکوي، هغوي د امریکا دښمنان دي. طالبانو ته هغه مهال کافی وخت ورکړ شو چې د سپتمبر د ۱۱ مي تروریستي حملو عاملین امریکا ته وسپارې خو هغوي دا کار ونکړ)) د همدغه ساده حقیقت پر اساس و چې متحده ایالاتو د طالبانو رژیم ړنګ کړ او د طالبانو له مشر ملا عمر سره د مخالفت اصلې ریښې په همدې مسلې کې وې ،فعلاد طالبانو هدف د افغان حکومت ړنګول او د یوه  اسلامي امارت بیرته جوړول دي او د همدغه مقصد لپاره جګړه کوي،ښاغلی بایډن نشي کولای چې په دې ډول خبرو سره چې ګواګې طالبان زمونږ دښمنان ندي، متعهد طالبان له ملا عمر څخه را بیل کړې،طالبان ژمن وسله وال دې چې د مفکورې پر اساس جنګیږي او زیار باسي افغان حکومت ړنګ کړې او واک تر لاسه کړي ،له طالبانو سره په خبرو کی په دی حقیقت ځان نه پوهول به لویه ناکامی وی

 دجوبا یډن خبری بیاهم ضد نقیض  ګڼلی کیږې  دا څکه چی په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کراکر  د پنجشنبې په ورځ( ډسمبر۲۲) په کابل کي خبریالانو ته ويلي دی، چي د ولسمشر بارک اوباما مرستيال ويلي:هغه طالبان زموږ دښمنان نه دي، چي خپلي وسلې ئې پر مځکه ايښي وي، د القاعدې سره ئې خپلي اړيکي پرېکړي وي او د افغانستان اساسي قانون ومني،دا لومړی وار نه دئ، چي د امريکا متحده ايالات ددې له پاره چي طالبان خبرو ته حاضر سي دغه ډول شرطونه وړاندي کوي. بلکي څو واري نور هم دغه ډول خبري سوي،کراکر د خپلو خبرو په دوام کي ويلي:«طالبان کولای سي، چي له دغو دوو لارو څخه يوه ئې غوره کړي: جگړه يا په افغاني ټولنه د ورگډېدو له پاره ټاکل سوي شرايط ،په کابل کي د امريکا سفير دغه راز د خپل هيواد د دفاع وزارت د وياند تورن جان کربي هغه خبرو ته هم اشاره کړې، چي ويلي يې دي:«که چيري طالبان پر بې گناه افغانانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي او زموږ پوځ له گواښونو سره مخ کړي، نو فکر کوم، چي دا هغه ډله ده چي موږ بې په وړاندي ودريږو،کربي دغه راز زياته کړې، چي موږ به طالبان پر شا کړو او هره ورځ به د هغوئ په وړاندي جگړې ته دوام ورکړود امريکا د دفاع وزارت وياند دا هم ويلي، چي که طالبان خپلي سياسي غوښتني لري: «په همدې خاطر د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ او افغان حکومت په مشرۍ د سولي او بيا يو ځای کېدلو ځانگړی بهير پيل کړی.پای .


December 25th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات